IQNA

 عراقجي ؛د ایران او امریکاخبرې اترې په جمعې ورځې په مسقط کې ترسره کیږي

9:45 - February 05, 2026
د خبر لمبر: 3492406
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي په یولړ  څرګندونو کې جوته کړې ده، چې له امریکا سره  ایټمي خبرې اترې په جمعې ورځې دعمان په پلازمینې مسقط کې ترسره کیږي.

ایکنا نیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي پرون ناوخته په ایکس ټولنیز  چینل کط پخپل یوه پیغام کې لیکلي دي، له متحده ایالاتو سره  د ایران د اسلامی جمهوریت ایټمی خبرې اترې د جمعې په ورځ لس بجې د عمان هیواد د پلازمینې په مسقط کې ترسره کیږي.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ده ؛ د عماني وروڼو  د ټولو لازمو ترتیباتو د برابرولو په خاطر منندوي یوو.

داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو اونیو کې دامریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ دړکې او ګواښونه اوج ته رسیدلي وو، او د ایران پر ملت او حکومت ئې د حملې او پوځي عملیاتو ګواښ کاوه،خو کله ئې د ایران د ملت اتحاد او یووالی ولید اود ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو بشپړ چمتووالی  او د  خپل تآتوبی  دبشبړ دفاع او مخنه نیونکي قدرت په لیدو سره له خپلو دړکو په شاشو او خبرواترو او هغې ډيپلوماسۍ ته ئې غاړه کیښودله چې ئې په کرتو سپکاوی کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4332443

captcha